پاکستان کې امریکایي بې پیلوټه الوتکې اته تنه وژلي

له پآکستان څخه راپورونه وایي د یوې امریکایې بې پیلوټه الوتکې د برید په پایله کې لږ تر لږه اته تنه وژل شوي دي .

دغه برید په شمالي وزیرستان کې چې د افغانستان پولې ته نژدې دی، پر یوه مرکز شوی دی . چارواکي وایې ټول وژل شوي کسان د ترکمنستان مشکوک اورپکي ول .

د پاکستان پارلمان له امریکا غواړي چې دا ډول بریدونه بند کړي ځکه د دوی په خبره دا ډول بریدونه عام خلک له اورپکو سره نژدې کوي .

واشنکټن په دې وروستیو میاشتو کې د دغه بریدونو په شمیر کې کموالی راوستی خو په ټولیز ډول بندول یې تر اوسه نه دي منلي .