سړک غاړې ماین د پوليسو يو قومندان وواژه

په اروزګان ولايت کې د سړک غاړې ماین د پوليسو يو قومندان وژلی.

د دې ولايت د پوليسو وياند فريد عايل وايي چې دغه چاودنه نن سهار شاوخوا ۹ بجې د دغه ولايت د چورې ولسوالۍ اړونده د خواجه احمد په سيمه کې د پوليسو پریوه ګادي شوې.

ښاغلی ایل وایي چې په دې چاودنه کې د پوليسو يو قومندان وژل شوى او يو بل ټپي شوى دى.

د هغه په ټکو چې دغه ماين، په سيمه کې، د وسله والو طالبانو له لوري ځاى پر ځاى شوى ؤ.

په دې وروستیو کې وسلوال طالبان د مخامخ جګړې پر ځاې تر ډیره د سړک غاړې ماینونو ته مخه کړې چې د چارواکو په خبره د طالبانو د دغه ډول جګړې لویه برخه قربانیان، ولسي کسان دي.