امریکا د پاکستان سره خپلې مرستې کمې کړې

د امریکا د مشرانو جرګې د پاکستان له لوري د یوه ډاکټر د بندي کېدو په غبرګون کې له پاکستان سره په خپلو مرستو کې ۳۳ میلیونه ډالره کموالی راوستی دی.

ډاکټر شکیل اپریدی د القاعدې د مشر اسامه بن لادن د موندلو په برخه کې د امریکا د څار ګرې ادارې سره د مرستې په تور په ۳۳ کاله بند محکوم شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن د ښاغلي اپریدي د بند غندنه کړې ده.