افغان غيږ نيونکي هند ته لاړل

د افغانستان د غيږ نيونې ملي لوبډله د دغو لوبو په نړيوال جام کې د گډون په موخه هند ته لاړه.

په دغو سياليو کې د ۳۶هېوادونو لوبډلو برخه اخستې ده.

بله غاړه د دغه هېواد د تکواندو ملي لوبډله هم په يو لړ نړيوالو سياليو کې د گډون په موخه کوريا ته تللې ده.