د م م څارونکي د سوریې حَولا ته رسيدلي

د ملګرو ملتونو پوځي څارونکي په سوریه کې د حَولا ښآر ته ورسیدل چیرې چې حکومت مخالف فعالان وایي حکومتي ځواکونو په کې د ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۰۰ تنه وژلي دي . د فعالانو لخوا په خپرو شویو ویډیو ګانو د ډیرو ماشومانو مړي له ژورو ټپونو سره ښودل شوي دي.

په دغه ویډیوګانو کې د مړو ځیني نیمګړي بدنونه ښکاري، او خلک د ولسمشر اسد او عرب لیګ د مشرانو پر ضد خپلې غصې بیانوي.

مخالفو فعالانو د یوې ورځې ملي ماتم غږ کړی.

د سوریې دولتي ټلویزیون وسله والې ترهګرې ډلې په دغه وژنو کې پړ بولي، خو مخالف فعالان دا د حکومت د بریدونو پایله یادوي.

فرانسې د سوریې د متحدو هېوادونو د یوې بیړنۍ غونډې د بللو غوښتنه کړې چې د برید په اړه بحث وکړي.

تمه ده د ملګروملتونو ځانګړی استازی کوفي عنان چې د اوربند طراح وو، راتلونکې اوونۍ بیا دمشق ته لاړ شي.