"متحدې روسیې" میدویدیف خپل مشر ونوماوه

د روسیې تر ټولو لوی سیاسي ګوند لومړی وزیر دیمتري میدویدیف دخپل مشر په توګه ونوماوه.

د متحدې روسیې ګوند د تېر ډسمبر په لانجمنو ټاکنو کې په پارلمان کې څلورمه برخه څوکۍ له لاسه ورکړې.

د بی بي سي خبریال وایي دغه ګوند اوس په یوه ژور بحران کې دی.

یو شمېر منتقدینو دغه ګوند د چم ګرو او غلو په نامه غندلی ده.