مصري ټاکنې دويم پړاو ته پاتې شوې

د مصر دولتي رسنیو دا منلې چې ولسمشریزې ټاکنې به دويم دور تر سره شي.

په مصر کې د اخوان المسلمین ډلې پر ټولو هغو ګوندونو چې د تېر کال دپآڅون په ننګه ولاړ وو، غږ کړی چې د ولسمشرۍ لپاره د دوی د نوماند محمد مورسي ملاتړ وکړي.

ښاغلی مورسي به راتلونکې میاشت د حسن مبارک د رژیم د وروستي لومړي وزیر احمد شفیق سره سیالۍ ته ودریږي.

د قاهرې اوسیدونکي وایي دوی یو داسې څوک غواړي چې د مصر لپاره کار وکړي.

خبره د یوه پوځي یا اسلام پالي کس په اړه نه ده، موضوع داده چې موږ ستونزې زغملي او انقلاب مو رامنځته کړی. موږ یوه داسې کس ته اړتیا لرو چې زموږ مشري وکړي او له خلکو سره مرسته وکړي. هغه باید په مصر کې اساسي بدلونونه راولي او موږ ته هغه څه راکړي چې په تېرو۳۰ کلونو کې نه وه راکړل شوي. هر څوک چې راځي داسې کس باید وي چې د هېواد، خلکو او انقلاب ګټې په پام کې ونیسي.