افغانستان کې یو انګریز سرتېری وژل شوی

برتانیا وايي چې افغانستان کې یې یو سرتېری په چاودنه کې وژل شوی دی.

دغه سرتېری د سوېلي ولایت هلمند به نهرسراج ولسوالۍ کې هغه مهال وژل شوی، چې لېږدوونکی ګاډی یې پر ماین وخوت.

د سرتېري کورنۍ د هغه په وژنې خبره شوې ده.

افغانستان کې د برتانوي سرتېرو د ماموریت له پیل راهیسې ۴۱۵ انګلیسي سرتېري وژل شوي دي.