د کن تر ټولو درنه جایزه 'زرینه کجوره' فلم ته ورکړل شوه

په فرانسه کې د کن د فلمي فستیوال تر ټولو درنه جايزه - پالمې دوغ يا "زرينه کجوره" د اتريشي فلم جوړوونکي مايکل هناکي فلم – "آمور يا مينې" ته ورکړ شوه.

په دې فلم کې د پاريس هغه عمر خوړلې جوړه انځور شوې چې پر مېرمنې د زړه تر حملې وروسته، کړاو ته ځانونه ټينگوي.