بنګلدیش ستر اسلام پالی مشر په جنګي جرمونو تورن کړ

په بنګلديش کې يوې محکمې د دغه هېواد د تر ټولو لويې اسلامي ډلې مشر په جنګي جرمونو تورن کړی دی.

د ''جماعت اسلامي'' د ګوند مشر مطيع الرحمن نظامي د قتل او ټولوژنې په ګډون له يو لړ تورونو سره مخامخ دی.

دغه تورونه د ميلادي ۱۹۷۱ کال، له پاکستان نه د خپلواکۍ د اخیستو د مهال دي.

د ښاغلي نظامي ګوند وايي دغه تورونه سياسي بڼه لري، خو چارواکي دا ادعا ردوي.