ایساف: رالوېدلې چورلکه کې دوه عسکر وژل شوي

افغانستان کې ایساف ځواکونه وايي چې د هېواد په ختيځ کې یې یوه چورلکه نن (دوشنبه/ مۍ ۲۸) سهار رالوېدلې، چې دوه ایساف سرتېري په کې وژل شوي دي.

د ایساف خپره شوې ویناپاڼه وايي چې دغه چورلکه د ورځنیو عملیاتو پرمهال رالوېدلې ده.

د چورلکې د لوېدو دقیق ځای نه دی ښودلی شوی، او وايي چې ''دښمن'' هم نه ده ویشتلې.

ایساف د چورلکې رالوېدو اصلي دلیل نه دی په ډګه شوی.

دوی وايي چې بهرني ځواکونه د چورلکې د لوېدو د سببونو په موندلو بوخت دي.