د سوريې لپاره د کوفي عنان پلان غور وبلل شو

د روسيې د بهرنيو چارو وزیر سرګي لاوروف د سوريې په حوله ښار کې د وژنو په تړاو خپله ژوره اندېښنه په ډاګه کړې، خو د حکومت ترڅنګ يې سوري مخالفين هم په دې وژنو کې ښکېل بللي.

له خپل برتانوي سيال ويليم هېګ سره په مسکو کې خبري کنفرانس ته ښاغلي لاوروف وويل، دا مهمه نه ده چې څوک دې په سوريه کې په واک کې وي، بلکې مهمه دا ده چې تاوتريخوالی پای ته ورسیږي.

دواړو وزيرانو دا تاييد کړه چې د سوريې د کړکېچ د هواري لپاره د نړيوال استازی کوفي عنان د سولې پلان يوه ښه چانس دی.

په ملګرو ملتو کې د جرمني دايمي استازی پيټر وېټنګ وايي په دې تړاو بايد د سوريې حکومت پړ وخيژول شي. دې زياته کړه چې شواهد ډېر روښانه دي. بېلګې تتې نه دي او په دغه ټولوژنه کې د حکومت ښکيلتيا خورا رڼه ده. موږ د سوريې حکومت دغه کړنه په کلکه غندو. حکومت بايد په دې تړاو بشپړ مسؤول وګڼل شي.