د مصر د ټاکنو کمیسیون وروستې پایلې اعلان کړې

د مصر د ټاکنو کمیسیون د دغه هېواد دلومړنیو ازادو ټاکنو وروستې پایلې اعلان کړې.

په دغه اعلان سره دا باوري شوه، چې د ټاکنو دوه مخکښي کاندیدان، احمدشفیق او محمد مرسي به په دویم پړاو ټاکنو کې سیالي کوي.

احمد شفیق د حسن مبارک د رژیم وروستی لومړی وزیر و او محمد مرسي د اخوان المسلمین د ګوند کاندید دی.

دواړو کاندیدانو هر یوه په ټاکنو کې له پنځو میلیونو ډیرې راې ګټلې دي.

د ټاکنو کیمسیون وايي، د یو شمیر هغو ناکامو کاندیدانو غوښتنې یې رد کړي چې په ټاکنو کې یې د درغلیو ادعاوې کولې.