برتانیا وايي ابو قتاده په ضمانت نه خوشي کوي

په اردن کې پيدا شوى مذهبي مشر ابو قتاده چې يو وخت په اروپا کې د بن لادن د ښي لاس سړى گڼل کېده، اوس يوې برتانوۍ محکمې د ضمانت په بدل کې له بنده د هغه خوشي کول رد کړي دي.

د لندن د يوې محکمې قاضي ويلي دي، دده ازاد پرېښول به له امنيتي پلوه زيات خطرناک وي په تېره بيا چې د جولای او د اگست په مياشتو کې دلته په لندن کې د اولمپيک لوبې کېږي.

ابو قتاده هڅه کوي چې اردن ته، چېرته چې به نوموړی د بمي بريدونو په تور محاکمه کېږي، وا نه ستول شي.

د نوموړي مدافع وکيل وايي ښايي دده اپيل لږ تر لږه شپږ مياشتې وخت واخلي، نو له دې کبله بايد يوه ورځ هم په توقيف کې پاتې نه شي.