وسله والو غزني کې یو مخکنی جهادي قومندان وژلی

د غزني ولایت اندړو ولسوالۍ بابا کلي کې نا پېژاندو وسله والو یو مخکنی جهادي قومندان حاجي محمد په ډزو وژلی دی.

د غزني د ولایتي شورا غړي امان الله کامراني بي بي سي ته وویل، یاد قومندان تېر ماخوستن له جوماته تر وتلو وروسته وژلی دی.

کامراني زیاتوي چې ۶۰ کلن حاجي محمد له اوږدې مودې راهیسې په کور ناست و او په هېڅ ډول سیاسي مسایلو کې یې ونډه نه لرله.

د نوموړي وژنه چا نه ده منلې.