بدخشان کې وسله والو ۶ پولیس وژلي

د افغانستان په شمال بدخشان کې امنیتي چارواکي وايي، لږ تر لږه شپږ پولیس د وسله والو طالبانو په برید کې وژل شوي دي.

د دغه ولایت د امنیت امر وايي، دغه پولیس په وردوج ولسوالۍ هغه مهال ووژل شول، چې وسله والو طالبانو د پولیسو په یوه امنیتي پوسته برید وکړ.

چارواکي وايي، په دغه برید دوه طالبان هم وژل شوي دي.