''ډاکټر اپریدی مو له اورپکو سره د تړاو په تور نیولی''

داسې مالومات خپاره شوي، هغه پاکستانی ډاګټر، چې د اسامه په وژلو کې د امریکا له څارګرې ادارې سي ای اې سره د مرستې په جرم په ۳۳ کاله بند محکوم شوی، له وسله والې ډلې لشکرې اسلامي سره د تړاو په تور محکوم شوی، نه له امریکا سره دمرستې په تور.

د هغو مالوماتو پربنسټ، چې د پاکستان له یوې قبایلي محکمې څخه یې درز کړی، ډاګټر شکیل اپریدی وسله والوته د طبي درملنې په تور په ۳۳ کاله بند محکوم شوی دی.

دغه پرېکړه د بندو دروازو تر شا شوې ده.