اولاند: د بشارالاسد پر رژيم لاډېر فشار په کار دی

د سوریې لپاره د ملګرو ځانګړي استازي کوفي عنان ولسمشر بشارالاسد ته ویلي، چې په حوله کې له سلو د ډېر ملکي وګړو تر وژنې وروسته په سوریه په ډېر خطرناک پړاو کې ده.

ښاعلي عنان وویل، پلازمېنه دمشق کې یې له ولسمشر بشارالاسد وغوښتل چې د سولې د شپږ ماده ییز پلان د پلي کېدو لپاره دې سم لاسي زړور ګامونه پورته کړي.

هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د سوریې پوځ او ټول ملېشه يي ځواکونه دې پوځي عملیات بند کړي.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولانډ وویل، پوځي ځواک به چې هغه د بشارالاسد ټول وژنه وبلله، د خلکو مخه ونه نیسي.

ښاغلي اولانډ وویل چین او روسیه باید هڅول شي، د سوریې لپاره د حل لاره پیدا کړي:

''زه او زموږ نور ملګري باید روسیه او چین دې ته وهڅوو چې د حل یوه لاره و مومو، دا ضرور نه ده، چې دا ستونزه دې له پوځي لارې حل شي. د بشارالاسد د رژیم لرې کېدو لپاره لا ډېر فشار ته اړتیا ده او موږ باید یو بله حل لاره پیدا کړو.''