"حکومت ته مو ضرب الاجل نه دی ټاکلی"

د سوري ياغيانو د ازاد پوځ وياند ډګروال مصطفی عبدالکريم د بي بي سي له عربي څانګې سره په مرکه کې دا رد کړې چې ګني دوی د حولې له ښاره د ځواکونو د وتو په تړاو حکومت ته ضرب الاجل ټاکلی دی.

دی وايي دغه خبرداری د هغو افسرانو له لوري ورکړل شوی چې د جګړې په ډګر کې دي او له مشرتابه سره پرې مشوره نه ده شوې.

ښاغلی عبدالکريم وايي د سوريې ازاد پوځ د کوفي عنان د سولې پلان ته تر هغه ژمن دی چې د سوريې ملي شورا يې په اړه د بدلون پرېکړه نه وي کړي.