فرانسوی خبريال فارک ياغيانو پرېښی

فرانسوی خبريال راميو لانژ لويس د فارک ياغيانو له لوري د کولمبيا په سويل کې په يوه لرې پراته کلي کې پرېښودل شوی دی.

لانژ لويس له تېرې يوې مياشتې راهيسې د فارک ياغيانو په ولکه کې وو.

نوموړی د منځګړو د منډو ترړو په پايله کې خوشې شوی دی.

د وينزويلا له يوه تلويزيوني چينل سره په خبرو کې لانژ لويس وويل له هغو کسانو چې زه ورسره وم له ما سره يې ښه چلند کاوه.

دی وايي که به لږ څه ورسره هم وو، ماته به يې راکول او زما بيک يې لېږداوه.