کندهار کې ځانمرګي ۵ پوليس وژلي

د افغانستان په سويل کندهار کې چارواکي وايي چې د يوه ځانمرګي بريد په پايله کې پنځه افغان پوليس وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

ولايتي چارواکي وايي بريد نن سهار شاوخوا لس بجې د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د پوليسو پر يوه مرکز شوی دی.

تر اوسه د بريد پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې.

بل خوا د کندز ولايت د دشت ارچي ولسوالۍ د ترهګرۍ ضد مدير له دوو نورو امنيتي کسانو سره د سړک د غاړې ماين، وژلي دي.

په چاودنه کې دوه پوليس ټپيان شوي دي.