اوباما پخپله ډرون بريدونو ته اجازه ورکوي

اوس دا څرګنده شوې چې ولسمشر اوباما په شخصي ډول د القاعده شبکې د ياغيانو پرضد د بې پيلوټه الوتکو هر بريد ته اجازه ورکوي.

د نيويارک ټايمز يو راپور وايي ولسمشر اوباما ته د هغو کسانو نوملړ ور رسېدلی چې بايد ووژل شي او وروستۍ اجازې ته منتظر دی.

دغه بهير په لوړه کچه پټ ساتل شوی، خو سپينې ماڼۍ تاييد کړې چې ولسمشر اوباما په فوق العاده ډول د ولسي وګړو د وژنې مخنیوي ته پام کوي.

د ډرون يا بې پيلوټه الوتکو بريدونه تر ډېره په پاکستان، يمن، او سوماليا کې د القاعده شبکې پر شکمنو کېږي.