د فلسطينيانو جسدونه رام الله ته رسېدلي

د هغو څه باندې ۹۰ فلسطينيانو جسدونه چې د اسراييلو په بريدونو کې وژل شوي رام الله ته رسېدلي او نن ناوخته فلسطيني چارواکو ته سپارل کېږي.

اسراييل وايي دا يو پر بل د باور پيدا کولو ښه حرکت دی.

دغه جسدونه چې ځانمرګي او د وسله والو جنګياليو دي د ۱۹۷۵ يمو کلونو د عملياتو پر مهال وژل شوي دي.

فلسطينيان وژل شويو ته شهيدان وايي، خو اسراييل يې بيا اورپکي بولي.