سوري حکومت ته د ياغيانو ۴۸ ساعته خبرداری

د سوري ياغيانو ازاد پوځ حکومت ته ۴۸ ساعته ورکړی چې خپل ټول ځواکونه د سوريې له ښارونو او کليو وباسي، که نه د سولې په تړاو به د ملګرو ملتونو د ژمنو پروا ونه کړي.

په هغه ویډيو کې چې انټرنټ ته لیږل شوې د یاغیانو یوه افسر ویلي که حکومت د جمعې د ورځې تر نیمایی خپله ژمنه پرځای نه کړه، نو یاغیان به اور بند ته غاړه کېنږدي.

دوی له حکومته غوښتي چې اغيزمنو شويو سيمو ته د بشري مرستو کاروانونه پرېږدي.

له سوري چارواکو د دوی بله غوښتنه دا ده چې ټول بنديان خوشې کړي او سوله ييزو لاريونونو ته اجازه ورکړي.