د سوريې په ختيځ کې ۱۳ جسدونه موندل شوي

د ملګرو ملتونو څارونکو تاييد کړې چې د اوربند د وروستۍ سرغړونې په توګه د سوريې په ختيځ کې ۱۳ جسدونه موندل شوي دي.

دغه جسدونه په داسې حال کې موندل شوي چې لاسونه يې تړل شوي او ځينې يې داسې ښکاري چې په سر ويشتل شوي دي.

ملګري ملتونه به د دې اوونۍ په پای کې په سوريه کې د وروستيو وژنو په تړاو ځانګړې غونډه ولري.

د تېرې جمعې په ورځ له سلو زيات کسان چې ماشومان هم په کې وو په حوله ښار کې قتل عام شول.

په استانبول کې يوه خبري کنفرانس ته د خبرو پر مهال د ملګرو ملتو سرمنشي بانکي مون وويل له هغو کسانو به پوښته وشي چې دا ډول وژنې کوي