سوريه کې بيا د ډله ييزو وژنو ادعا شوې

په سوریه کې د بشري حقونو فعالان وايي، حکومت پلوو ملیشوو د سوریې په ختیځ کې د یوې کمنپۍ ١٣ کارکونکي په ډزو وژلي دي.

په اينټرنیټ کې خپرې شوې ویډیو ګانې ښيې، چې وژل شوي کسان له نژدې په نښه شوي دي او بدنونه یې سخت ټپي شوي دي.

دغه وژنې پر داسې مهال کیږي، چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د سوریې په حوله ښارګوټي کې د ټولوژنې په اړه، چې تر ١٠٠ ډیر ولسي وګړي پکې ووژل شول