مصرۍ محکمه د حسني مبارک په اړه پرېکړه کوي

په مصر کې به نن (شنبه/ جون دویمه) یوه محکمه د پخواني ولسمشر حسن مبارک په اړه خپله پرېکړه وکړي.

ښاغلی مبارک تورن دی چې خپلو پولیسو ته یې پر هغو لاریون کوونکو د ډزو امر کړی چې تېر کال دده د واکمنۍ پر ضد راپورته شوي ول.

په دغه ترځ کې سلګونه لاریون کوونکي وژل شوي دي.

د محکمې پرېکړه به په ژوندۍ بڼه په ټلویزیونونو کې وښودل شي او په همدې حال کې به د قاهرې په لارو کوڅو کې زرګونه پولیس ځواکونه ځای پرځای شي.

د قاهرې یوه ښځه چې تېر کال په همدې پاڅون کې یې لور ووژل شوه، حسن مبارک لپاره د مرګ سزا د اورولو غوښتنه کوي:

''موږ غواړو ددغو کسانو وینې ووینو، هغسې چې مو د خپلو اولادونو وینې ولیدلې. موږ د هغو مرګ غواړو. هیله لرم چې خدای زموږ غچ له دوی واخلي. موږ غواړو د هغو د زامنو مرګ ووینو. دوی دې ټول اعدام شي. دوی ټول سړي وژونکي دي.''