هیلري کلنټن د ناروې شمال ته سفر کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن د ناروې شمال ته سفر کوي چې په شمالي برخو کې د امریکا د پانګه ونو په اړه نظر ورکړي.

دغه سیمه د تیلو، ګازو او منرالونو زیرمې لري چې د قطبې کنګلونو په اوبېدو سره په آسانۍ سره را ایستل کېدای شي.

میرمن کلنټن وړاندې تر دې چې یوې نارویژې تحقیقې الوتکې ته پورته شي، د دغې سیمې پر جغرافیایي ارزښتونو ټینګار وکړ او هغه یې د طبیعي زیرمو له اړخه د سیالو هېوادونو په کتار کې وشمیرله.

نوموړې پر عمده قطبي هېوادونو لکه روسیې، کاناډا او ناروې ټینګار وکړ چې د عمده محیطي پرمختګونو د برخې د ډاډمنېدو لپاره په ګډه کار وکړي.