د سوریې پر حکومت نړیوال فشارونه ډیر شوي دي

وروسته له هغه چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې د سوریې په حولا ښار کې د تېرې اوونۍ د ټول وژنې په اړه د تحقیقاتو خبره ومنله، د سوریې پر حکومت نړیوال فشارونه ډیر شوي دي.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند ویلي چې په سوریه کې د کړکیچ د له منځه وړلو یوازينۍ لار د ولسمشر اسد له دندې ګوښه کېدل دي.

ښاغلي اولاند له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره تر خبرو وروسته په ملګرو ملتونو غږ وکړ چې د سوریې د حکومت پر وړاندې دې بندیزونه ولګوي.

خو ښاغلي پوتین د بندیزونو د لګولو پر اغیزې شک وښود او وې ویل چې د سوریې یاغیان هم د ملکي خلکو په وژنه کې ګرم دي.

ښاغلي پوتین دغه راز وویل چې تر اوسه لا د هغه اوربند د پلان بندولو لپاره ډیر وختي دی چې د ملګرو ملتونو او عرب د ځانګړي استازي کوفي عنان لخوا وړاندې شوی وو.

"ښاغلی عنان یو ډیر تجربه کار او محترم کس دی او موږ باید د هغه د ماموریت د کامیابۍ لپاره هر څه وکړو . زه فکر کوم دا به سمه نه وي چې موږ د هغه ماموریت مخکې له مخکې ناکام اعلان کړو . د بندیزونو په اړه باید لومړی د ملګرو ملتونو د امنیت شورا سره خبري وشي. بندیزونه تل ښه پایله نه لري. هغه څه چې ډیره اړتیا ورته لرو، دا ده چې د وضعیت د لا خرابیدو مخه ونیسو او کورنۍ جګړه پیلیدو ته پرې نږدو".