نایجریا کې د مسافروړونکې الوتکې لوېدو ۱۵۰ کسان وژلي

يوه سپرلۍ وړونکې الوتکه د نايجريا په لوى ښار لېگاس کې لوېدلې او ټولې يو سل او پنځوس سپرلۍ يې وژل شوي دي.

دا الوتکه چې "ډانا" هندي شرکت چلوله، له پلازمېنې ابوجا نه د راتگ پر مهال لوېدلې او پر ودانيو لگېدلې او سوې ده.

پر ځمکه هم زيانونه اوښتي خو لا روښانه نده چې څومره کسان به وژل شوي وي.