د خځلو د ټولېدو تر ټولو لوى ډېران وتړل شو
په برازيل کې د خزلو د ټولېدو تر ټولو لوى ډېران تر دريو لسيزو وروسته وتړل شو.
په ريودي جينيرو کې د "جارديم گراماچو" د ډېران ځاى به اوس له کارېدلو څيزونو نه د نورو محصولاتو د جوړولو عصري فابريکه نيسي.
چاپېريال پالو ددې گام هرکلى کړى دى. خو اټکل دى چې په دې سره به د خزلو څه باندې ١٧٠٠ ټولوونکي وزگار پاتې شي.