لېبیا: له ملېشو مو د طرابلس نړیوال ډګر ونیو

لېبيايي چارواکي وايي د طرابلس پر نړيوال هوايي ډگر يې وروسته له هغې خپله ولکه بيرته ټنيگه کړې چې تيره ورځ مليشو پرې قبضه کړې وه.

چارواکو په لسگونو زغروال گاډي واستول او د ډزو غږونه واورېيدل شول، خو د مرگ ژوبلې رپوټونه نه دي ورکړل شوي.

چارواکي وايي د تخنيکي ستونزو د هوارولو په موخه به هوايي ډگر د څلريشت ساعتونو لپاره تړلى پاتې وي.

د لیبيا د کورنيو چارو مرستيال وزير عمر خضراوي وويل، په لسگونو تنه ملېشې يې نيولې دي.

د لیبيا د منځمهالې شورا مشر مصطفى عبدالجليل د ملېشو د هغې ادعا په اړه پر پلټنې هوکړه کړې ده، چې وايي يو مشر يې تر نيول کېدو وروسته ترې تم شوى دى.