چین غواړي افغانستان کې خپله ونډه ډیره کړي

چین وایې غواړي د روسیې او منځنۍ آسیا له نورو ګاونډیو سره یوځای په افغانستان کې خپله ونډه ډیره کړي.

د شانګهای د همکاریو سازمان شپږ غړي په بیجينګ کې تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان د راتلونکي په ګډون پر ځینو امنیتي موضوع ګانو بحث کوي.

په سرمشریزه کې افغان ولسمشر حامد کرزي وویل چې تمه لري له چینایي مشرانو سره د ستراتیژیکو همکاریو یو نوی تړون لاسلیک کړي.