"پاکستان ته مو د صبر کاسه په ډکېدوه ده"

د امريکا د دفاع وزير ليون پنېتا ويلي په پاکستان کې د طالب جنګياليو لپاره د پټنځايونو په تړاو يې پاکستان ته د صبر کاسه په ډکېدو ده.

ښاغلی پنېتا په يوه نااعلان شوي سفر افغانستان کې ده.

په پلازمينه کابل کې د خبرو پر مهال ښاغلي پنېتا وويل اسلام اباد بايد د حقاني شبکې پر ضد چې په افغانستان کې پر ناټو ځواکونو بريدونه کوي، ګام پورته کړي.

ښاغلی پنېتا په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي دغلته د تاوتريخوالي پېښې زياتې شوي.

پرون په کندهار کې يوه ځانمرګي ۲۲ کسه ووژل او په لوګر ولايت کې د ناټو هوايي بريد بيا ۱۸ ملکيان ووژل.

کابل ته له ورتلو وړاندې د امريکا د دفاع وزير په هند کې د خبرو پر مهال وويل په پاکستان کې به د امریکایي بې پيلوټه الوتکو بریدونه دوام ولري.