ولسمشر کرزي د چين سفر لنډ کړی دی

افغان ولسمشر حامد کرزي د تیرې ورځې د لسګونو ملکي وګړو د وژنې په غبرګون کې، چین ته خپل رسمي سفر لنډ کړی دی.

پرون د کندهار په غبرګو ځانمرګو بریدونو کې ۲۲ کسان ووژل شول او په لوګر کې بیا د ناټو په هوایي بمباریو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون اتلس ولسي وګړي وژل شوي دي.

ښاغلي کرزي ویلي هغه عملیات ورته د زغم وړ نه دي، چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لامل ګرځي.