کوټه کې له مدرسې بهر چاودنې ۱۲ کسه وژلي

د پاکستان د بلوچستان ايالت په مرکز کوټه کې د يوې بمي چاودنې په پايله کې ۱۲ کسه وژل شوي دي.

پوليس وايي بم د اسلامي زده کړو له يوه مرکزه بهر، چې دننه په کې د فراغت مراسم روان وچاودېد.

دغه دارالعلوم د هغو مذهبي ښوونځيو د شبکې يوه برخه ده چې د طالب پلوه ملايانو او د پاکستان د پخواني سناتور مولانا سميع الحق له لوري پر مخ بېول کېږي.