څارونکي د سوريې القوبير کلي ته پرېښودل شوي

په تېرو څو دقيقو کې د سوريې حکومتي تلويزيون وويل د ملګرو ملتو د څارونکو يوه ډله د القوبير کلي ته ننوتې ده.

فعالين وايي حکومت پلوو ځواکونو تېره ورځ دغلته عام وژنه کړې ده.

تر اوسه د څارونکو له لوري د دې پخلی نه دی شوی، ځکه وړاندې دوی ويلي وو چې دغه ځای ته ورتلو منعه شوي دي.

د قوبير دغې پېښې د سوريې د حکومت پر وړاندې نړیوال غبرګون پارولی دی.