عاج ساحل کې بريد اته ملکيان هم وژلي

ملګري ملتونه وايي په عاج ساحل کې پر سوله ساتو ځواکونو د بريد پر مهال چې اووه سرتېري په کې ووژل شول، ملکيانو ته هم مرګ ژوبله اووښتې ده.

په ابي جان کې د ملګرو ملتونو يوه چارواکي وويل له لايبريا سره پر پوله په دغه بريد کې لږ تر لږه اته ولسي وګړي هم وژل شوي دي.

د عاج چارواکي وايي دغه بريد هغو جنګياليو کړی چې په لايبريا کې ميشت دي.

دا له تېرو اتو کلونو راهيسې چې د ملګرو ملتو سوله ساتي ځواکونه په عاج کې پراته دي تر ټولو بده پېښه بلل شوې ده.

د ملګرو ملتو سرمنشي بانکي مون دغه بريد غندلی او د عاج ساحل له حکومت نه يې په دې تړاو د پلټنوغوښتنه کړې ده