"د بهرنيانو د خپلسرو عملياتو دوام يرغل انګېرل کېږي"

افغان ولسمشر حامد کرزی وايي د بهرنيو ځواکونو د هغو خپلسرو عملياتو ادامه به چې د ملکيانو د وژنې لامل ګرځي، پر دې خاورې يرغل وبلل شي.

ولسمشر کرزي دغه څرګندونې لوګر ته د حقيقت موندنې لپاره له استول شوي پلاوي سره په يوه فوق العاده غونډه کې وکړې.

په دغه بريد کې اتلس ولسي وګړي ووژل چې ناټو ځواکونو يې له امله بښنه غوښتې ده.

په دغه ناسته کې د افغانستان د دفاع او کورنيو چارو وزيران، د ملي امنيت مشر او د قربانيانو د کورنۍ غړي حاضر وو.

افغان چارواکو بيا بيا له ناټو د ملکي تلفاتو د مخنيوي غوښتنه کړې، خو تر اوسه په بشپړ ډول نه دي درېدلي.