چين کې ۱۴پوليس له دندو شړل شوي

چينايي چارواکو د پوليسو د دوو مشرانو په ګډون ۱۲ پوليس په ياونن ولايت کې د وژنو په تړاو د کافي اسنادو د نه برابرلو له امله له دندو شړلي دي.

د چين حکومتي اژانس شينهوا وويل دوی په خپلو دندو کې پاتې راغلي دي.

تېره مياشت يو کس د ۱۱ کسانو د وژنې په تور ونيول شو، چې د شواهدو د نه ختمولو په نيت يې دغه کسان ټوټه ټوټه کړي، سوځولي او بيا يې خښ کړي وو.

ځايي راپورونه وايي د قربانيانو خپلوانو دغې قضيې ته د نه پام له امله پر پوليسو عريضه کړې وه.