اولاند خپل د دفاع وزير افغانستان ته واستوه

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولانډ وروسته له هغه د دفاع وزير افغانستان ته واستوه چې يوه ځانمرګي بريد څلور فرانسوي سرتېري ووژل او پنځه نور يې ټپيان کړل.

طالبان وايي بريد دوی کړی دی.

ولسمشر اولانډ د وژل شويو سرتېرو قدرداني وکړه ويې ويل چې فرانسه به د دې کال تر پايه له افغانستان نه د خپلو ځواکونو په وتو بېړه وکړي.