د هاګ محکمې وکيله په لېبيا کې نيول شوی

د جنګي جرمونو د نړېوالې محکمې يوه مدافع وکيله په لېبيا کې نيول شوې ده.

پر مېليندا ټيلر د ډګروال قذافي د زوی سيف الاسلام په تړاو خطرناکو اسنادو ته د لاسرسي د هڅې تور دی.

دا د لېبیا په لويديځ ښار زينتان کې ساتل کېږي، هغه ځای کې چې د لېبيايي چارواکو په موافقه له سيف الاسلام نه د پوښتنو کولو لپاره تللې وه.

سيف الاسلام تورن دی چې د مظاهره چيانو په ځپلو کې يې لاس درلود.

د لېبيا حکومت او د جرمونو نړيواله محکمه هڅه کوي چې بندي يې کړي.