د سوري حکومت مخالفې شورا نوی مشر وټاکه

د سوریې حکومت مخالفې شورا عبدالباسط سیدا خپل نوی مشر وټاکه.

ښاغلی سیدا چې کردي فعال دی په ترکیې کې د یوې غونډې پر مهال د سوې د ملي شورا د نوي مشر په توګه وټاکل شو.

دغه ټاکنه د پخواني مشر برهان غلیون تر استعفا وروسته شوې ده.

ښاغلي غلیون په سپتمبر کې ددغې شورا له جوړېدو راپه دېخوا د غورځنګ مشري کوله.

نوي مشر ښاغلي سیدا بي بي سي ته وویل هوډ لري چې د شورا په جوړښت کې بدلون راولي. هڅه به وکړي چې ټولې مخالفې ډلې سره متحدې کړي او یو ګډ دریځ سره غوره کړي.