د اسپانيا اقتصادي کړکېچ هواري لپاره نوې هڅې

د اسپانیا لومړي وزیر ماریانو راجوی د یورو زون د مالیې وزیران د هغې پرېکړې هرکلی وکړ چې له مخې به یې د دغه هېواد بانکونو ته ۱۲۵ میلیارده ډالره ورکوي.

ښاغلی راجوی وايي دغه کار د یورو سیمې د واحدې پیسې یورو راتلونکې ډاډمنه کړه.

بل پلو امریکا د یوروزون د مالیې د وزیرانو ستاینه کړې چې د اسپانیا بانکونو ته ۱۲۵ میلیارد ډالره پور برابروي.

د امریکا د خزانې وزیر تیموتي ګایتنر وايي دا د اروپايي ټولنې په مالي برخې کې یو مهم ګام وو او حیاتي ارزښت لري.

د اسپانیا د بانکونو د ژغورنې لپاره د مرستې غوښتنه له پراخ ملاتړ سره مخ شوې ده، دا مهال د اسپانیا بانکونه له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.