د جرمونو محکمه د خپلو غړو خوشې کېدل غواړي

د جرمنو د نړېوالې محکمې استازي د لېبيا په پلازمېنه طرابلس کې دي چې د خپلو هغو څلورو غړو خوشې کېدل يقيني کړي چې د زېنتان په ښار کې نيول شوي دي.

لېبيايي چارواکي وايي د نيول شويو يوه هڅه کوله د ډګروال قذافي د زوی سيف الاسلام په تړاو ځينې اسنادو ته لاسرسی ولري چې دا د لېبيا د ټيکاو لپاره ډېر خطرناک دی.

د جرمونو نړيواله محکمه د دغه پلاوي د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه کوي.

دغه محکمه سيف الاسلام له بشري حقونو په سرغړونه تورنوي، خو د لېبيا موقت حکومت غواړي دی په لېبيا کې محاکمه کړي.