روسي پوليسو د مخالفو فعالينو کورونه لټولي

د يو شمېر روسي مخالفو فعالينو کورنه په مسکو کې د حکومت ضد لاريونونو په تړاو د پوليسو له لوري پلټل شوې دي.

کتونکي وايي دغه چاپې د تاوتريخوالي د هغو پلټنو يوه برخه ده چې تېره مياشت د پوتين حکومت پرضد د مظاهرو پر مهال وشوې.

مخالفين چې ويل کېږي د سې شنبې په ورځ د يوه پراخ لاريون تابيا نيسي وايي روسي چارواکي هڅه کوي دغلته د بيان پر ازادۍ محدوديتونه وضع کړي.