عراق کې چاودنو ۲۵ کسان وژلي

د عراق پلازمېنه بغداد او حیله سیمه کې بمي چاودنو لږترلږه ۲۵ کسان وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي.

په جنوبي ''الحلة'' ښار کې یوه رستورانت ته څېرمه دوه موټر بم چاودنې شوې، چې د پولیسو په وینا په لومړي کې یې شپږ کسه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

پولیس وايي دویمې موټر بم چاودنې اووه کسان ووژل.

بل خوا، پلازمېنه بغداد کې پنځه چاودنې شوې دي.

د عراق د کورنیو چارو وزارت ویلي ''د چارشنبې پر ګهیځ بغداد او شاوخوا سیمو کې بریدونو او چاودنو لسګونه کسان وژلي او ټپي کړي دي.''