مکسیکو کې ۱۴ مړي موندل شوي

مکسيکو کې پوليسو ختيځ ولايت ويرا کروز کې په يوه گاډي کې د ۱۴کسانو مړي موندلي دي.

هغه گاډى چې مړي په کې وو په يوه لوى سړک پرېښودل شوى وو.

دغه سيمه د مکسيکو تر ټولو ډېره تاوتريخجنه سيمه ده.

له ٢٠٠٦ کال راهيسې چې ولسمشر فليپ کلديرون د نشه يي داروگانو قاچاقچيانو پر ضد جگړه اعلان کړې، دې هېواد کې تر پنځوس زرو ډېر کسان وژل شوي دي.

د بي بي سي خبريال وايي په داسې حال کې چې ولسمشريزو ټاکنو ته تر درې اوونۍ لږ وخت پاتي دى، تاوتريخجن بريدونه په پرله پسې ډول ترسره کېږي.