د اسراییلو په لومړي وزیر سختې نیوکې

یو رسمي راپور په ۲۰۱۰ کال کې په غزې کې پر یوې بیړۍ د برید په تړاو د اسراییلو په لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سختې نیوکې کړې دي.

په راپور کې ویل شوي نتنیاهو هغه مهال د عملیاتو په تړاونیمګړی او سطحي عمل ترسره کړی وو.

په هغه برید کې چې د اسراییلي ځواکونو له خوا پر بېړۍ شوی وو، نهه تنه وژل شوي وو چې زیاتره یې ترکان وو.

هغې بیړۍ غوښتل چې د غزې محاصره ماته کړي.