زرګونه تنه سوریه یې کډوال ترکیې ته اوښتي

په انقرې کې چارواکي وايي په تېرو دوو ورځو شاوخوا دوه زره تنه سوریه يي کډوال له پولې د ترکیې خوا ته اوښتي دي.

چې په دې سره په ترکیې د سوري کډوالو شمېر دېرش زره ته رسیږي.

چارواکي وايي وروستي کډوال له ادلیب او لتاکیا له ښارونو ترکیې ته تللي ځکه هلته نوې جګړې پیل شوي دي.

بل پلو د سوریې دولتي تلویزیون وايي حکومتي ځواکونو یو غرنی ښارګوټی نیولی چېرې مخالف وسله وال له تېرو څو اونیو راهیسې محاصره کړی وو.

دغه خبر څو ساعته وروسته تر هغه خپور شو چې د مخالفینو سرچینو وویل یاغیان تېره شپه له الحفا ښار څخه شړل شوي دي.

په همدې حال کې روسیې د امریکا هغه تورونه رد کړي چې وايي د سوریې پر حکومت یې وسلې پلورلي، مسکو واشنګټن تورن کړی چې مخالفو وسله والو ته وسلې ورکوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل مسکو سوریې ته د هوايي ضد سیستم په ورکولو سره نړیوال قوانین نه تر پښو لاندې کوي، بلکې امریکا نړیوال قانونه تر پښو لاندې کوي چې د سوریې حکومت مخالفینو ته وسلې برابروي.